ګګلت 05 جولائی(اے پی پی) ګلګت بلتستان كښې د كورونا وائرس وېكسينېشن جاج اخستو لپاره د ډي جي اېن سي او سي په مشرۍ كښې يو پلاوي د جي بي دوره كړې ۔ په دې مهال پلاوي ګلګت ٬ شګر او هنزه ضلعو كښې د وېكسي نېشن مركزونو معائنه وكړه۔ پلاوي د سيمې مشرانو ته باور وركړو چې د رجسټرډ وګړو به 100 فيصد وېكسينېشن كولې شي۔ په جي بي كښې د كورونا مخنيوي او وېكسي نېشن كښې بهترۍ له خصوصي ډله هم جوړه كړې شوې۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر پلاوي ووئيل هېواد كښې د وېكسين يو كروړ 67 لکه نه زيات او د تېرې مياشتې په مهال 8 لكه 30 زره نه زيات وېكسين ډوز لګولې شوي