د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت نور 18 جوماتونه پرانستل

ریاض ، جولائی 4 (APP) د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت وئيلي د هیواد په کچه په دریو سيمو كښې 18 نور جوماتونه د سېنېټائزنګ بشپړ كولو نه وروسته بیرته پرانستلې شوي دي۔ د سعودي خبري اژانس وئيلي د دغه پرانستلې شويو جوماتونو انتظاميې ته وئيلي شوي دي چې د كوم هم كورونا كېس په تصدېق كېدو دې د اسلامي چارو وزارت ته اطلاع وركړې شي۔ بلخوا جوماتونو لپاره جاري كړې شويو اېس او پيز كښې وئيلي شووي دي چې د جمعې لمونځ په مهال دې صفونو كښې د مسافت خيال وساتلې شي دغسې لمونځ له راتلونكي دې ماسك كاروي او خپل جائے نماز دې ځان سره راوړي۔