پیښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د ټانك ضلعې په نصران سيمه كښې په بمي چاودنه كښې د يوې كورنۍ دريو ماشومانو په مړينه د افسوس څرګندونه كړې اوغم جنې كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كرې ۔د غمرازۍ په خپل جاري شوي بيان كښې وزيراعلٰی د مړو شوو ماشومانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔وزيراعلٰی ووئيل ټول صوبائي حكومت د ځپليو كسانو په غم كښې برابر شريك دے