اېبټ آباد 02 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د لوړو زده كړو او اطلاعات خاص مرستيال كامران خان بنګش د اېبټ آباد پوهنتون دوره كړې۔د جمعې په ورځ د دورې په مهال كامران بنګش د اېبټ آباد پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر طاهر عرفان خان سره د پوهنتون تعليمي هلو ځلو او د ډېپارتمنټس په جوړولو تفصيلي خبرې وكړې۔د اېبټ آباد پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر طاهر عرفان د پوهنتون څانګو او د جوړېدونكو ودانو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او خاص مرستيال يې د پوهنتون مسائلو څخه خبر كړو۔ دغسې په دې موقع كامران خان بنګش د پوهنتون مسائلو په اړه وائس چانسلر ته د مرستې باور وركړو