د انګلېنډ او سري لنكا ترمينځه دويم يو ورځنے نړيوال كركټ مېچ سبا كېږي

برسټل۔2جولائی(اے پی پی)د انګلېنډ او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنو نړيوالو مېچونو سېريز كښې درېم او ورستے مېچ سبا د اتوار په ورځ كاؤنټي ګراؤنډ برسټل كښې كېږي۔ انګلېنډ ته په درېو يو ورځنو مېچونو سيريز كښې د آئي لېنډرز په ضد د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ انګلېنډ په اولني يو ورځني مېچ كښې سري لنكا ته په 5 وكټونو او دويم مېج كښی 8 رنځونو سره ماتې وركولو سره سېريز 0-2 سره ګټلے دے۔ د انګلېنډ لوبډلې سر لوبغاړي وئيلي دي آئي لېنډز ته په درېم مېچ كښې هم ماتې وركولو سره به سيريز كلين سويپ كړؤ