واشنګټن ، 2 جولائي (پی پی) امريكائې پوځپه افغانستان کښې ترټولو مهمه د بګرام هوائې اډه خالي کړې۔ د امريكې ابلاغ ذريعو له مخې د امريكې دفاع وزارت درې چارواكو د بګرام هوائي اډې خالي كېدو تصديق كولو سره وئيلي ديدا د دې خبرې ثبوت دے چې د امريكې دفاع محكمه پېنټاګون 20 كاله جنګ كولو نه پس د شمېر په څو ورځو كښې افغانستان څخه د خپل پوځ بېرته ستنولو عمل ترسره كولو له عزم لري۔ د افغانستان پايهتخت کابل نه د 45 کلومیتره په مسافت قطبي سيمه كښې د دې اډې خالي كولو سره د افغانستان په هغه مهمه هوائي اډه كښی د امريكائي عسكرو شتون ختم شوے د كومې نه به چې طالبان او نورې وسله والې ډلې په نخښې كولې شوې۔ دې سره سره دا هوائي اډه تر دوو لسيزو د روان جنګ په مهال د امريكې د خصوصي اپرېشن كوؤنكو پوځي ډلو قرارګاه هم پاتې شوې۔ د امریکايي چارواکو وینا له مخې جنرال آسټن سکاټ میلر ته افغانستان څخه د وتلو په مهال د امریکائې ځواکونو د ساتنې دنده سپارلې شوې ۔ د امريكې صدر جو بایډن په تېر اپریل كښې اعلان کړے ؤ چې هغه به سږکال له افغانستان څخه خپلسپوځيان اوباسي او څو ورځو كښې به په دې عمل درآمد بشپړ شي۔ د شل کلنې جګړې په مهال په افغانستان كښې د امريكې 2 زره 4 سوه پوحيان وژلې شوي او 20 زره نه زيات ټپيان شوي۔ د راپور له مخېد امریکې پوځ څه مودې لپاره د بګرام هوائې اډې په کارولو غور کړےؤهغه وخت کله چې د طالبانو په بریدونو كښې شدت رامخې ته شوے ؤ خو د صدر جوبائيډن انتظاميې د داسې كولو اجازه نه وه وركړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره اونۍ د امريكې د ايوان نمانندګاند آرمډ سروسز كمېټۍ غړو د يو سماعت په مهال د پېنټاګون چارواکو نه پوښتنه کړې چې ایا دا امکان لري چې امريكا به د بګرام په هوائي اډه خپل كنټرول برقراراوساتي۔ د دې په ځواب کښې د امريكې دفاع وزارت چارواکو وئیلېوو مونږ دا اډه نوره تر خپل كنټرول لاندې ساتلو ته اړتيا نه لرؤ۔ په دې موقع امريكائي چارواكو ومنله چې په افغانستان کښې د امنیت وضعه د اطمينان وړ نه ده۔ د امريكې صدر جوبائيډن داهم وئيلي ديد ضرورت په صورت په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعده په ضد هوائې بریدونه کیدے شي ، خو هغه په طالبانو د هوائي بريدونو امكان مسترد كړے