کوئټه۔1جولائی(اے پی پی)د خزانې صوبائي وزير مير ظهور احمد بليدي د مولانا ډاكټر عبد الرزاق اسکندر په حق رسېدل يوه قامي پېښه ګرځولو سره وئيلي ديمولانا ډاكټر عبد الرزاق اسكندر په علمي ٬ ديني ٬معاشرتي او مذهبي مېدان كښې د يوې درسګاه حېثيت لرلو۔ د ده په حق رسېدو سره قام د يو مخلص عالم دين نه محروم شوے۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې صوبائي وزير د ډاكټر عبد الرزاق اسكندر ديني خذمات ستائلو سره ووئيل هغه خپل ټول ژوند د انسانيت خذمت ٬ د انسانانو اصلاح او د نبي علېه السلام تعليمات د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولو له هلو ځلو كښې تېر كړے۔ هغه ووئيل ډاكټر عبد الرزاق اسكندر د حديث ٬ فقه او اجتهاد په اړه د قدر وړ خذمات ترسره كړي ۔ میر ظهور احمد بلیدی د هغه لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا كړې