د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د اېبټ آباد په زندان كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ نوټس واخست

اسلام آباد01جولائي (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د اېبټ آباد په زندان كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې نوټس اخستو سره په سمدستي توګه د پلټنو امر كړے۔د وزيراعلٰی سېكرټرېټ څخه جاري مراسلې له مخې اړوند چارواكو ته د تاخير نه غېر د پلټنو كولو سره د تورون په ضد د كاروائۍ سپارښتنه شوې ۔صوبائي سېكرټري ته په دې لړ كښې بشپړ رپورټ وړاندې كولو وئيلې شوي۔