د قامي نېټ بال چيمپئن شپ لوبولو نه پس ټولې ډلې خپلو خپلو سيمو ته روانې شوې

اسلام آباد 01جولائي (اے پی پی) د قامي نېټ بال چيمپئن شپ لوبولو نه پس ټولې ډلې خپلو خپلو سيمو ته روانې شوي۔چيپمئن شپ كښې د واپډا سړو او مېرمنو ډلو د دواړو ټائټلز دفاع كولو سره كاميابي ترلاسه كړی۔د چيمپئن شپ مقابلې د پاكستان په سپورټس كمپليكس حميدي هال كښې شپه او ورځ روانې وې۔د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں ووئيل په چيمپئن شپ كښې د ټول هېواد نه 15 ډلو برخه اخستې چې پكښې پاكستان آرمي٬ پاکستان ایئر فورس، پاکستان نیوی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، پاکستان بورډ، ګلګت بلتستان، آزاد جموں و کشمیر، سندھ، خیبر پښتونخوا ، بلوچستان، پنجاب ، ایس اے ګارډن، ایلیټ ،او اسلام آباد شامل وو۔