هېواد شين او ښېرازه جوړولو له به د عمران خان وژن عملي كوؤ۔ د ځنګلات وزير اشتياق ارمړ

پېښور ۔30جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا د ځنګلات٬ ماحوليات او جنګلي حيات وزير سيد محمد اشتياق ارمړ وئيلي دي کلین اېنډګرین پاکستان لپاره فعاله ګامونه پورته كوؤ۔ هېواد شين او ښېرازه جوړولو له به د عمران خان وژن عملي كوؤ او اولس سره كړي ټول لوظونه به تر سره كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ پېښور كښې يوې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ هغه ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د هغه ډله خېبر پښتونخوا او ګرد هېواد كښې عملي كار كوي او كه پاك پروردګار ته منظور وي نو كرپشن به ختم شي۔ هغه اولس ته خواست وكړو چې د پشكال اونو نالولو كمپائن هم د وزيراعظم عمران خان د بلين ټري منصوبې يوه كړۍ ده كومه به چې مونږ ټولو له كاميابول وي۔