نارووال۔30جون (اے پی پی)د كركيلې (توسيع) څانګې پنجاب ډپټي ډائرېكټر چوهدری محمد عارف وئيلي دي د هېواد معيشت مضبوطولو كښې د كرونده ګرو كردار به ټول عمري ياد ساتلے شي۔ دا خبره هغه اډاپټیو ریسرچ فارم شکرګړھ كښې د خصوصي غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په دې مهال غونډې ته خپل خطاب كښې ډپټي ډائرېكټر ووئيل د كرونده ګرو مټې مضبوطولو نه غېر مونږ د كركيلې څانګې ته وده نشو وركولې۔ د كركيلې څانګه كښې كسان د ملا د تير حېثيت لري۔ د هېواد معيشت مضبوطولو كښې د كرونده ګرو كردار به ټول عمري ياد ساتلے شي۔ هغه ووئيل حكومت د كروندګرو د مسائلو نه ښه خبر دے او د دوي ستونزو لرې كولو له به عملي ګامونه پورته كولې شي۔ هغه اړوندو چارواكو ته د پنحاب حكومت لخوا كرونده ګرو ته د كسان كارډ وركولو عمل تندولو هدايت وكړو دغسې چې كسان ته نېغ په نېغه سبسډي وركول باوري كړې شي