پېښور 30 جون (اے پی پی)په خېبرپښتونخوا كښې د كورونا د فعاله او مثبتو كيسونو شرح كښې رېكارډ كمے راغلے۔په صوبه كښې د مثبت كيسونو شرح 1.3 ته راغلې او د فعاله كيسونو شمېره هم 1548 پاتې شوې۔د روغتيا محكمې رپورټ له مخې د تېرو 7 ورځو په مهال د صوبې په ټولو ضلعو كښې د مثبت كيسونو شرح 4 فيصد وه ۔په 15 ضلعو كښې د مثبت كيسونو شرح صفر او 16 ضلعو كښې شرح يو فيصد ته راغلې٬د تېرو 7 ورځو په مهال په دريو ضلعو كښې د مثبت كيسونو شرح 2 فيصد او په يوه ضلع كښې 4 فيصد پاتې شوې۔د ټولې صوبې په روغتونونو كښې په مجموعي توګه د كورونا 428 رنځوران داخل دي