اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) پاك آرمي قامي نېټ بال چيمپئن شپ ويمنز ايونټ كښې درېم پوزېشن ترلاسه كړے۔تېره ورځ د پاكستان سپورټس كمپليكس په حميدي هال كښې په چيمپئن شپ ويمنز ايونټ كښې د درېم پوزېشن مېچ د پاكستان آرمي او د پنجاب ډلو ترمينځه وشو۔چې پكښې د پاكستان آرمي د پنجاب ډلې ته د 14 په مقابل كښې په 23 ګولونو ماتې وركولو سره د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔په دې موقع د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں هم موجود ؤ