کرم ‘ 6 مزدوران نامعلومه كسانو وتښتول

پېښور ۔29جون (اے پی پی) د كرمې ضلعې په منځنۍ سيمه كښې د موبائل ټاور نصب كوؤنكي 6 مزدوران نامعلومه كسانو تښتولي۔ د مزدورانو راخوشې كولو له د مرستې ډلې روانې كړی شوي۔ د ډي پي او طاهر اقبال له مخې په وسطي كرم كښې د اوركزۍ ضلعې پولې ته نزدې په يوه وروسته پاتې سيمه زیمشت كښی مزدورانو د موبائل ټاور لګولو چې دغه مهال نامعلومه كسانو دوي وتښتول او نامعلومه ځاے ته ئې منتقل كړل۔ د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي پوليس د پېښې ځاے ته ورسېدل او پلټنې ئې پېل كړې۔ بلخوا د مزدورانو راخوشې كولو له د پوليس ډلې هم لرو سيمو ته لېږلې شوي