د قومي نېټ بال چېمپئن شپ د سړو او مېرمنو فائنلز مقابلې نن كېږي

اسلام آباد۔29جون(اے پی پی) د قومي نېټ بال چېمپئن شپ سړو او مېرمنو فائنل مقابلې نن د شورؤ په ورځ د پاكستان سپورټس كمپلېكس حمېدي هال ٬ اسلام آباد كښې كېږي۔ د فائنل نه وړاندې به د درېم پوزيشن مېچونه هم كولې شي۔ د چېمپئن شپ د پايې دستورې خصوصي مېلمه به د پاكستان سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل كرنل (ر) محمد آصف زمان وي۔ د فائنل مېچونو په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته ټرافۍ ٬ مېډلې او سندونه وركولې شي۔ د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائېڼ وئيلي ديچېمپئن شپ كښې ګرد هېواد څخه 15 لوبډلې برخه اخلي۔ كومو كښې چې پاکستان آرمی، پاکستان ایئر فورس، پاکستان نیوی، پاکستان واپډا، پاکستان پولیس، پاکستان بورډ، ګلګت بلتستان، آزاد جموں و کشمیر، سندھ، خیبر پختونخوا، بلوچستان، پنجاب ، اېس اے ګارډن، ایلیټ ،او اسلام آباد شاملېدي