د وېسټ انډيز او پاكستان مېرمنو لوبډلو ترمينځه اولنے ټي -20 نړيوال مېچ نن كېږي

اینټیګوا۔29جون(اے پی پی) د وېسټ انډیز او پاکستان مېرمنو كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي-20 نړيوالو مېچونو د سيريز اولنے مېچ نن د شورؤ په ورځ سر وېوېن رچرډز سټېډیم ، نارتھ ساؤنډ ، اېنټیګوا كښې كېږي۔ د پاكستان مېرمنو كركټ لوبډله دا مهال د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز نه ځانله د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز هم لوبوي۔ د ټي-20 سيريز دويم مېچ به د جولائي په 2 مه او ورستې مېچ به په 4 مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دا درې واړه مېچونه به اېنټیګوا كښې كولې شي۔