كوئټه۔28جون(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې منور منېر وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د كشمير مقدمه په نړيوال فورم په غوره ډول پورته كولو د كشميريانو زړونه ګټلي۔ په آزاد كشمير كښې تحريك انصاف به د ټاكنو ګټلو ڼه پس د بدعنوانۍ نه پاك حكومت جوړ كړي۔ دا خبره هغې د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ د پی ټی آئی د قامي اسمبلۍ غړې منوره منېر ووئيل د ګلګت بلتستان په ډول د آزاد كشمير په ټاكنو كښې هم ماتې خوړل د اپوزيشن ګوندونو مقدر جوړ شوے او د دې ښكاره ثبوت د سياسي او مذهبي ګوندونو لارښودو په پي ټي آئي كښې شموليت دے۔ هغې ووئيل د آزاد كشمير په ټاكنو كښې به پي ټي آئي د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې عوام دوست او د بدعنوانۍ نه پاك حكومت جوړولو سره ښارونو كښې ټول طبقو ته آسانۍ ورسوي