د بلوچستان ګورنر شاپك كښې د اېف سي پوستې ته اوبه سپلائي كوٶنكې ټانكر سره د بمي چاٶدنې غندنه وكړه

کوئټه 28جون (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي شاپك كښې د اېف سي پوستې ته اوبه سپلائي كوٶنكې ټانكر سره نزدې د بمي چاٶدنې غندنه كړې۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل ترهګر او تخريب كار د دا ډول بزدلانه بريدونو د لارې زمونږ حوصلې نشي ماتولې۔ په دې موقع ګورنر قانون نافذ كوٶنكو ادارو ته امر وكړو چې په پېښه كښې ككړ كسان زر تر زره اونيسئ۔ په دې مهال ګورنر په پېښه كښې د شهيدو اهلكارو لوړو درجو له دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه وكړه