عراق، مصر او اردن امنيتي او اقتصاديمرستې زياتولو ته صلاح شول

بغداد28جون (اے پي پي)عراق، مصر او اردن د عران په پايه تخت بغداد كښې په شوې غونډه كښې امنيتي او اقتصادي مرستې زياتولو ته صلاح شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې مېنځني ختيز كښې د امريكې او عرب اتحاديانو سره نزدې اړېكې جورولو لپاره د عراق د هلو ځلو په لړ كښې پايه تخت بغداد كښې په تر سره شوې غونډه كښې د مصر صدر عبدالفتاح السېسي او د اردن شاه عبدالله دوم ګډون كوي ٬ عراق په اپرېل كښې پخپل كوربتوب كښې د ايران او سعودي عرب ترمېنځه د شوو خبرو اترو نه پس ايران او د عرب هېوادونو ترمېنځه د ثالث جورېدو هم هڅې كوي