كوئټه 28 جون (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان د اېف سي چوكو ته د اوبو سپلائي كونكې ټينكر سره نزدې د بمي چادونې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي ترهه ګر او تخريب كوونكي په داسې بزدلانه بريدونو زمونږ حوصلې نه شي ماتولې٬دا خبره ده په خپل جاري بيان كښې كړې ۔د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو بې شمېره قربانۍ وركړي٬ترهه ګر په داسې بزدلانه بريدونو زمونږ حوصلې نه شي ماتولې۔د بلوچستان وزيراعلٰی په قانون نافذ كونكو ادارو زور راوړو چې هغوي زر تر زره ككړ عناصر انصاف سره مخ كړي ۔ده د شهيدو شوو اهلكارو بخښنې لپاره دعا او غم جنې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كړې