ابوظهبي 27 جون (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو د كركټ بورډ چيئرمېن شېخ نهيان بن مبارك ا لنهيان د نائنټي 90 بېش په نوم د نوي نړيوال كركټ ليګ كولو منظوري وركړې كوم به چې په متحده عرب اماراتو كښې كېږي. په دې لړ كښې په شارجه كښې كار كوونكي سېنچري ايونټ اېنډ سپورټس اېف زېډ سي او د اماراتو د كركټ بورډ ترمېنځه په ابوظهبي كښې لوظنامه لاسليك شوې. په دې موقع شېخ نهيان بن مبارك النهيان ، د اماراتو د كركټ بورډ وائس چيئرمېن خالد زروني، د آئي آر وائي ګروپ چيئرمېن سلمان اقبال، د ابوظهبي سپورټس كونسل جنرل سېكرټري عارف العواني، عبدالرحمان بخاطر، د سي جي سي منېجنګ ډائرېكټر عمران چوهدري هم موجود وو. په نائنټي 90 بېش كښې به يو اننګز د 15 اورونو يعني د 90 بالونو وي او دا به د شارجه په لوبغالي كښې په كال 2022م كښې كېږي. د دې ليګ كولو پرېكړه نامتو سيمه ايزو تجارانو عبدالرحمان بخاطر، سلمان اقبال او عمران چوهدري كړې.