موغاديشو 27 جون (اے پي پي) په صوماليه كښې تېره ورځ 18 وسله وال په دار كړے شول. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د پنټ لېنډ ايالت د عدالت وياند محمد عبدي محمد مېډيا ته ووئيل چې د پنټ لېنډ سټېټ كورټ آف آرمډ فورسز تېره ورځ 18 وسله وال په دار كړي دي. ده ووئيل چې دا ټول مجرمان د ډېرو خلقو په وژنه كښې ككړ وو. ده ووئيل چې د دار كولو نه وړاندې ټول وسله وال د عدالتي كارروائې د بېلا بېلو پړاٶنو نه تېر كړې شوي او دوي ته د خپلې بې ګناهې ثابتولو پوره موقع وركړې شوې.(