منيلا 27 جون (اے پي پي) په فلپائن كښې د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د امريكې جيالوجيكل سروے په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زلزله تېر ماښام په 7 بجې 11 دقيقې راغلې او په رېكټر سكېل ئې شدت 5.4 ريكارډ كړے شوے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 58.36 كلوميټره ژور ښودلې شوے. په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.