صنعا 27 جون (اے پي پي) په يمن كښې د امنيتي ځواكونو او حوثي ياغيانو ترمېنځه په نښتو كښې 111 كسان وژل شوي دي. د فرانسوي مېډيا له مخې د يمن په شمالي ختيځ مارېب ولايت كښې د دريو ورځو نه په روانو نښتو كښې 29 امنيتي سرتېري او 82 حوثي ياغيان وژل شوي دي. د حوثي ياغيانو لخوا په دې لړ كښې لا تر اوسه كوم بيان نه دے راغلے. د يادونې وړ ده چې د يمن په شپږ كلن جنګ كښې د زرګونو په شمېر يمني وګړي وژل شوي دي او څو مليونه خلق وچكالې سره مخ دي.