په برازيل كښې د كورونا وائرس نور 64134 كېسونه رپورټ شوي

برازيليه 27 جون (اے پي پي) په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 64134 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په دې هېواد كښې د ځپليو ټوله شمېره 18386894 ته رسېدلې. د چينائي خبري اژانس رپورټ له مخې د برازيل د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نو ر 1593 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په دې وبا كښې د مړو كسانو شمېره 512735 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په برازيل كښې 94.8 مليونه خلقو ته د كورونا واكسين لګول شوي دي