د تركيې امنيتي ځواكونو 27 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړل

انقره 27 جون (اے پي پي) د تركيې امنيتي ځواكونو په چناق قلعه كښې 27 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړي دي. د تركيې خبر رسنې ادارې له مخې ترك امنيتي ځواكونو په سمندر كښې د موبائل راډار د لارې تعاقب كولو سره 27 كډوال او 2 انساني قاچاقبر د سمندر څخه راوويستل. دا كډوال د ضروري كارروائې نه پس د غېرملكيانو وطن ته د ستنولو مركز ته سپارل شوي دي او د انساني قاچاقبرو څخه پوښتنې روانې دي.