په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 24 وسله وال مړه او 15 ژوبل شوي

كابل 26 جون (اے پي پي) په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 24 وسله وال مړه او 15 ژوبل شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان ځواكونو وياند خالد عمېري مېډيا ته وئيلي دي چې د د كابل څخه 250 كلوميټره لرې په شمال كښې په بېلا بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 16 وسله وال مړه او 10 ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې په قندوز ولايت كښې هم په يو شمېر سيمو كښې د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمېنځه جګړې شوې دي او پكښې 8 وسله وال مړه او 5 ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې د عملياتو په مهال امنيتي ځواكونو ته كوم ځاني زيان نه دے رسېدلے.