جمهوريه چيك كښې د طوفان له امله درې كسان مړه٬ ګڼ شمېر ژوبل

پراګ 25جون(اے پی پی)په جمهوريه چېك كښې د طوفان او ږلۍ په نتيجه كښې درې كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د چيك ابلاغ ذريعو له مخې چارواكي وئېلي دي د طوفان او ږلۍ په نتيجه كښې درې كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د چارواكي له مخې په ټول هېواد كښې د طوفان او ږلۍ په مهال 7 كلي سخت ځپلې شوي او ګڼ شمېر كورونو ته د برېښنا رسنه معطل شوې او د لرګي څخه جوړ كورونه راپريوتې۔د چارواكو له مخې د مرستې كارونو لپاره پوځ سره 360 اضافي پوليس اهلكار ځپليو سيمو ته لېږلې شوي۔د مرستې كارونو په مهال ډرون او چورلكې كارولې كېږي