واشنګټن25جون (اے پي پي)امريکا د افغانسان څخه د بشپړه پوځي انخلاء نه وړاندې ځينې افغانان متراجم چا چې د امريكې عسكرو سره كار كولو د هغوي د منتقل كولوپلان لري۔ يو عهدېدار د نامې نه څرګندولو په شرط ووئيل دې اقدام سره به مترجمين د انتقامي كاروائيو نه وساتلے شي او د امېګرېشن ويزے وركولو سره به خوندي ځايونو ته منتقل كړے شي۔ د فرانس ميديا له مخې د امريكې يو عهدېدار ووئيل د پوځ انخلاء به سږ كال د ستمبر نه وړاندې تر سره كېږي او دغسې بهترجمان او مترجم ته د امېګرېشن ويزے وركولې شي او دوي به د افغانستان نه بهر محفوظ ځايونو ته منتقل كولې شي۔ عهديدار ووئيل د د وېزوپه درخواستونه كار روان دے خو د دوي د مجموعي شمېرې او د منتقلۍ وضاحت نه دے شوے۔ ده ووئيل د پوځي انخلاء نه پس به هم ھغه كسانو لپاره كوم چې په افغانستان كښې پاتې شي د ويزه پروسېسنګ عمل روان وي۔ ده ووئيل د ضرورت له مخې به كډه كولو يا په اضافي اختياراتبه هم غور كولې شي