نيروبي 25جون(اے پی پی)په كېنيا كښې پوځي چورلكه رانسكوره شوې٬په پېښه كښې 10 پوځيان مړه او 13 ژوبل شوي۔د كېنيا ابلاغ ذريعو له مخې د كينيا پوځي چارواكي بيان كښې وئېلي دي دا پېښه د پايه تخت نيروبي سره نزدې جياډو سيمه كښې رامخې ته شوې۔بيان كښې وئېلي شوي مړه او ژوبل شوي كسان د پوځي تربيې لپاره روان وو۔تراوسه د پوځي چورلكې د رالوېدو سوب نه دے رامخې ته شوے