نائيجېريا كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو 10 كسان مړه شول

نيامے 25جون(اے پی پی)د لوېديز افريقې په نائيجېريا هېواد كښې تلسبيري ولايت كښې تېره ورځ د نامعلومه وسله والو په ډزو 10 كسه مړه شوي۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د نائجر ځايې چارواكي ووئيل په موټرسائيكل د ناستو وسله وال په ډزو 10 كسان مړه شوي۔بريد كوونكو د ځايې وخت له مخې ماښام درې نيمې بجې نزدې په بېلو ځايونو كاروائي كړې چې پكښې څلور كسان په كوډانګازواني كلي كښې او څلور كسان مباره كلي كښې او نور په پټو كښې وژلي شوي ۔د رپورټ له مخې د ټنډكي ونډي په ولسوالۍ كښې سږ كال د جنورۍ په مياشت كښې په موټرسائيكل ناستو وسله والو په بريدونو كښې په چهومابنګاؤ او زارومادريے كليو كښې 100 كسان وژلي وو