د چين مارشل آرټس جم كښې د اور لګېدو له امله 18 كسان مړه٬ 16 ژوبل

بيجنګ 25جون(اے پی پی)د چين په ژي چينګ ښار كښې په يو مارشل آرټس جم كښې د اور لګېدو په نتيجه كښې 18 كسان مړه او 16 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې ځايې چارواكي وئېلي دي دا پېښه د جمعې په ورځ سهار رامخې ته شوې۔د چارواكي له مخې د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو نه سمدستي پس د مرستې ډلې د پېښې ځاے ته رسېدلې او په جم كښې ګير كسان راويستلو كښې كامياب شوې۔د رېسكيو ډلې مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي