قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے٬ د صدر ډاکټر عارف علوي سبي كښې د اېف سي اهلكارو د ترهګرۍ بريد وغندلو

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په سبي كښې د اېف سي په ګزمه كونكې ډله د ترهګرۍ بريد غندنه كولو سره وئيلي دي پاکستانے قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر لخوا د غندنې جاري بيان كښې صدر ووئيل قام او امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي، د قام په خاطر ځانونه قربانوٶنكي ځوانان به ياد ساتلے شي۔ صدر په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنو سره د يوالي څرګندونه وكړه۔