منیلا۔24جون (اے پی پی) د فلپائن پخوانے صدر بینګنو سمین اکینو سوم د 61 كالو په عمر كښې مړشوے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د فلپائن صدارتي وياند هېري روك ميډيا ته ووئيل پخوانے صدر تېره ورځ سهار د زړه دورې نه سمدستي وروستو د کوئزون سټی يو نجي روغتون ته راوړلے شو چرته چې هغه مړ شو ۔ دا خبره دې ښكاره ويبینګنو سمین اکینو سوم د كال 2010 نه تر 2016 د فلپائن د 15م صدر په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې وې۔