د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سينئر خبريال جاوېد اقبال د مور په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

پیښور 24جون(اے پی پی(د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سيئنر خبريال او اينكر پرسن جاوېد اقبال د مور په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔د غمرازۍ په خپل جاري بيان كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره د ارواښادې بخښنې او غم جنې كورنۍ له د صبر دعا كړې ۔ دغسې وزيراعلٰی د مشر خبريال زاهد ميروخيل د پلار په مړينه هم د افسوس څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه كړې ۔۔