پیښور 24جون(اے پی پی(د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د شهيدانو پېكج له مخې د وظيفې په مهال د كورونا څخه شهيدو شوو څلورو فرنټ لائن هېلت وركرز كورنيو ته د مرستې چيكونه وركړي۔په دې څلورو شهيدانو كښې مسرت جبين نرس٬اشرف ګل ډسپنسر٬جاوېد احمد مېډيكل ټيكنېشن او محمد عارف كلاس فور شامل دي۔تراوسه د صوبې 14 هېلت وركز كورنيو ته د مرستې چېكونه وركړی شوي ۔د شهيدانو پیكج له مخې شهيدو شوو د فرنټ لائن هېلت وركرز كورنيو ته د 70 70لكه روپو د مرستې چېكونه وركړی شوي۔د دې شهيدانو كورنيو ته د چيكونو وركولو دستوره په وزيراعلٰی هاؤس كښې شوې۔د روغتيا صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا٬د روغتيا سېكرټري امتياز حسېن شاه هم په دې موقع موجود وو۔په دې موقع په خبرو كښې وزيراعلٰی ووئيل تراوسه د صوبې 14 شهيدو شوو هېلت ورركز كورنيو ته د مرستې چېكونه وركړی شوي۔وزيراعلٰی د كورونا وبا په مهال د ډاكټرانو او د نورې طبي عملې خذمات او قربانو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئېل د كورونا په صورتحال كښې د فرنټ لائن هېلت وركرز د نورو ځان بچ كولو لپاره د خپل ځان قرباني وركړی كوم چې د انسانيت د خذمت يو ښه مثال دے۔ده ووئيل د وبا په مهال به د فرنټ لائن هېلت وركرز خذمات او قربانۍ تل ياد ساتلې شي۔وزيراعلٰی ووئيل صوبائي حكومت د طبي عملې خذمت او قربانو ته د قدر په سترګه ګوري او هغوي ته ټولې آسانۍ وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوو۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان ووئيل د شهيدانو بچي د قام بچي دي او صوبائي حكومت به د شهيدانو بچي او كورنۍ كله هم ځانله پرې نه ږدي او د دوي به هر ممكنه مرسته كولې شي۔