مېډرډ24جون (اے پي پي) د پاکستان د ټېنس نوموړے لوبغاړے اعصام الحق قرېشي او د ھغه د اسټراليا سيال اوليويئر ماراچ د سپېن اوپن ټينس مېنز ډبلز سيمي فائنل ته رسېدلي۔ تفصيلات له مخې دواړو لوبغاړو په كوارټر فائنل مېچ كښې د فرانس اېډرين مانارينو او د مېكسيكو مېګوئل اينجل رئيس ته په چيمپئن شپ كښې په ماتې وركولو د سيمي فائنل لوبولو اعزاز ترلاسه كړے۔ دوي به په سيمي فائنل كښئ د سربيا نوويک جوکووچ او د سپېنکارلوس ګومز سره سيالي كوي