پېښور 23 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د لاهور په جوهر ټاٶن سيمه كښې د ترسره شوې بمي چاٶدنې په سختو ټكو غندنه كولو سره په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د وزيراعلٰې سېكټرېټ څخه د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلٰې پېښه د شر خوښۍ يو بزدلانه اقدام ګرځولو سره ووئيل دا پېښه د هېواد امن د سبوتاژ كولو ناكامه هڅه ده۔ ده په پېښه كښې د حق رسېدليو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه