پېښور ۔23جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان وئيلي دي پاكستان كښې كركټ لوبه تر ټولو زياته خوښولې شي۔ د خپلې صوبې زلمو كركټ لوبه كښې خوښي او په ځائي او نړيواله كچه د كركټ په مېدان كښې د خپلو لوبغاړو په نمائندګۍ زمونږ زړونه خوشحالېږي۔ صوبائي حكومت دلوبو ودې له عملي ګامونه پورته كوي۔ د صوبې اولس به ډېر زر په پېښور كښې د كركټ د نړيوالو سيالوننداره وګري ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ګورنر هاؤس كښې د 30 م ګورنر خېبر پښتونخوا کرکټټورنامنټ د انعامونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل حيات آباد كښې د نړيوال معيار كركټ سټېډيم جوړېږي۔ د دې سټېډيم جوړېدو سره به پېښور كښې د كركټ نړيوالې سيالۍ كتلو له موقع ترلاسه شي۔ په دې مهال ګورنر ګولډ كپ ترلاسه كوؤنكې لوبډلې له 100 زره روپۍ او لوبغاړو ته د سرو او سپينو زرو تمغې وركړې۔ دغسې دوهم پوزيشن ترلاسه كوؤنكې لوبډلې ته 50 زره روپۍ وركړې شوې۔ په دې مهال ګورنر ته د ملك سعد شهيد مېموريل ټرسټ لخوا يو يادګاري شيلډ هم وړاندې كړے شو۔