كوهاټ او خواوشا سيمو كښې د 4.8 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول

پېښور۔23جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا كوهاټ ښار او خواوشا سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د زلزلې مركز كوهاټ ته نزدې ؤ ۔ د تفصيلات له مخې كوهاټ او خواوشا سيمو كښې د شورؤ په سهار د زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 4.8 ريكارډ كړے شوے۔ د دې مركز كوهاټ ته نزدې په زمكه كښې 20 كلوميټره ژور ؤ ۔ د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔