سعودي عرب ٬ د حج كوؤنكو نامې سبا اعلانولې شي

ریاض۔23جون(اے پی پی) سږ كال د حج درناوے ترلاسه كوؤنكو نامې سبا د جمعې په ورځ اعلانولې شي۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې د حج او عمرې وزارت دې نه وړاندې وئيلي دي د حج درخواستونو منظورۍ اعلان سره به د جمعې په ورځ ماسپخين يوې بجې نه بكنګ او د حج پېكج ترلاسه كولو كارروائي پېل كړې شي۔ د كورونا وائرس له امله يوازې سعودي او سعودي عربستان كښې مېشته غېر ملكي وګړو ته د حج كولو اجازه وركولې شي چې شمېره ئې 60 زره ده۔ حج لپاره درې پېكجز اېښودلې شوي په كومو كښې چې د اولني خرڅ16560 ریالدي ٬ د دويم خرڅ 14381 ریال او د درېم 12113 ریاله دے۔ د دويم او درېم پېكج حاجيان صاحبان به منی كښې په خېمو كښې پاتې كېږي