لاهور 23 جون (اے پي پي) د لاهور په جوهر ټاٶن اي بلاك كښې زوروره چاٶدنه شوې چې په نتيجه كښې ئې لس كسان ژوبل شوي۔ د چاٶدنې نه سمدستي وروستو د 1122 پشمول ضلعي انتظاميه او ټرافيك پوليس موقع ته ورسېدل۔ د رېسكيو وياند له مخې په ابتدائي توګه د چاٶدنې وجوهات نه دي معلوم شوي ۔ د چاٶدنې په نتيجه كښې ژوبل شوو كسانو كښې 4 كسان جناح روغتون ته منتقل كړې شوي او شپږ معمولي ژوبل د ابتدائي طبي مرستې نه پس فارغ كړې شوي۔