بيجنګ 22 جون (اے پي پي) د چين په ختيز فوزيان صوبه كښې د استوګنې ديوال پرېوتو له امله 9 تنه مړه او 7 ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې وئېلي دي چې دا پېښه د نهې په ورځ سهار 20 دقيقې كم 12 بجې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې په يو كور كښې د دعوت اهتمام شوے و۔ رېسكيو ډلې په وخت كاروائي كولو سره ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړل