ډوډوما 22 جون (اے پي پي)د تنزانيه په مورو ګورو سيمه كښې د ټرافېكي پیښې په نتيجه كښې 7 تنه مړه او 24 ژوبل شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې د مورو ګورو سيمې پوليسو كمانډر فار چوناتس مسلم وئېلي دي چې دا پیښه د شپی د مورو ګورو بلديه په نين نين سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې درې ګاډي خپلو كښې ټكر شؤ چې په نتيجه كښې يې 7 كسان مړه او 24 ژوبل شوي۔ ژوبل شوي په سمدستي توګه طبي مرستې لپاره نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي