د سېنېټر عثمان خان کاکړد جنازې لمونځ (نن) ادا كېږي

کراچۍ 22جون (اے پي پي) د پښتونخوا مېپ مرکزي سېكتر سينيټر عثمان خان کاکړ په ځائي روغتون كښې د ګل په ورځ پحق رسېدلے۔ د ارواښاد د جنازې لمونځ په په آبائي ښار مسلم باغ بلوچستان كښې د شورو په ورځ مازيګر پنځه بجے ادا كېږي۔ ګوند د عثمان خان کاکړ په مړينه د 7 ورځو سوګ اعلان كړے دے په دې موقع به د ګوند بېرغ ټيټ ساتلے شي۔ د يادونې وړ ده چې سېنېټر عثمان كاكړ د ګل په ورځ په كراچۍ كښې په حق رسېدلے ٶ