هند٬ په كېراله ايالت كښې ټرافيكي پېښه ٬ 5 كسان مړه

ممبئي 22جون (اے پي پي) د هند په كېراله ايالت كښې يوه ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ پنځه كسان مړه شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي پوليس وئيليدا پېښه د هند په سوئيلي كېراله ايالت كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو موټر د بل اړخ نه راروان د سيمټو ګاډي سره ټكر شو۔ د پېښی په نتيجه كښې د يوې پورنۍ پنځه كسان مړه شوې دي۔ د ځائي ميډيا له مخې د پېښې په وخت باران ورېدو٬ بلخوا پوليسو مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي