د حج انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ الحرمېن الشريفېن

ریاض۔22جون(اے پی پی) سعودي عربستان كښې د مقدس جوماتونو (الحرمېن الشريفېن) انتظاميې د روان كال حج موسم تياريانې سر ته رسولې دي۔ په دې حقله د حج او عمرې دوهم وزير ډاكټر عبد الفاتح مشاط د مشاعر مقدسه (منی، عرفات او مزدلفه) دوره وكړه او د حج د تياريانو جاج ئې واخست۔ د حج او عمره قومي كېمټۍ غړي هائي العمېري وئيلي دي چې د روان كال په مهال وزات منی كښې د حاجيانو پاتې كولو له د 6 ټاورو او 70 كېمپونو انتظام كړے دے۔ د الحرمېن الشریفېن انتظامیې وېنا ده چې د حج تياريانې بشپړ كړې شوي دي او هڅه ده چې هر يو حاجي ته غوره چاپیړچل وركړے شي او په دې لړ كښی هغه كومې ستونزې سره مخ نه شي