د آرمينيا پخواني صدر رابرټ کوچريان د پارلماني ټاكنو نتيجې نه منلو اشاره وركرې

يريوان 22 جون (اے پي پي) د آرمينيا پخواني صدر رابرټ کوچريان د وخت نه وړآندې د پارلماني ټاكنو نتيجې نه منلو اشاره وركړې ده كومو كښې چې وزيراعظم نکول پاشنيان كامياب شوې۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې خپل بيان كښې هغه وئيلي چې په پولنګ سټېشنز كښې د منظمې ټګۍ سوؤنو په شمېر ثبوتونه موجود دي كومې چې دې ټاكنو ته ګوته نيولو له كافي دي۔ هغه زياته كړه چې تر كومې د خلاف ورزو جاج پلټنې شوې نه وي زه به د ټاكنو نتيجې قبولې نه كړم