انقرہ۔22جون(اے پی پی) تركيه د كورونا وائرس صورتحال بهتر كېدو او د وېكسين مهم كښې د تندۍ له امله د لاك ډاؤن ختمولو اعلان كړے دے۔ دا اعلان ترك صدر رجب طيب اردوان د وېكسين عمل تند كېدو او د پاك پروردګار فضل او بيا د بندېزونو په نتيجه كښې د كورونا وبا كېسونو كمېدو نه وروسته كړی۔ د ترك ميډيا له مخې صدر طيب اردوان د كابينې غونډې مشري كولو په مهال د كورونا وائرس صورتحال جاج اخستو نه وروسته د بندېزونو پورته كولو په اړه مهمې پرېكړې وكړې