ممبئۍ 21جون (اے پي پي) د هند په تامل ناډو ايالت كښې د آتش بازۍ په كارخانه كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې درې كسان مړه او دوه ټپيان شوي۔ د چين خبر رسنې دارې له مخې ځائي پوليس وئيلي دي چاٶدنه په ويرودهن نګر سيمه كښې سيواكاسي سره نزدې په تهائيل پټۍ كښې په يوه كارخانه كښې شوې چې پكښې يو هلك او دوه مېرمنې په ټكي مړه او دوه نور ژوبل شوي۔ ژوبل شوي او مړي نزدې روغتون ته رسولې شوي او پوليس د پېښې پلټنې پېل كړي دي